ټاکل شوې کابل نن د سولې او یووالي لپاره د افغانستان-پاکستان غونډې کوربه وي، چې په کې به پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د دغه خبرې پخلی کړی وايي، د سولې او یووالي لپاره د افغانستان-پاکستان د عمل پلان د څارنې دوهمه کلنۍ غونډه نن دوشنبې د ورږي ۱۰ مه کابل کې جوړېږي.
د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو په جلا جلا اعلامیو کې دې غونډې ته له خپل چمتووالي خبر ورکړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د مرستیال وزیرانو په سطحه په دې غونډه کې به د امنیت او سولې په برخه کې شته ګډو ننګونو ته د حل لارو په اړه بحث وشي.
افغان او پاکستاني چارواکي به په پنځو ډلګیو کې له ترهګرۍ سره په جګړې، اقتصادي او امنیتي همکاریو، کډوالۍ، سیاسي همکارۍ او د افغان سولې په تړاو په همکاریو بحث وکړي.
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د عمل پلان ډله د ګډو ننګونو د حل یوه مهمه مرجع ده او له لارې یې خپل منځی باور او تفاهم زیاتېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل