۱

د زابل مخکینی سناتور محمد حسن هوتک کابل کې وژل شوی دی

دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۶
په مشرانو جرګه د زابل ولایت پخوانی استازی او په ولسي چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ستر سلاکار محمد حسن هوتک په کابل کې وژل شوی دی.
د زابل مخکینی سناتور محمد حسن هوتک کابل کې وژل شوی دی
په مشرانو جرګه د زابل ولایت پخوانی استازی او په ولسي چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ستر سلاکار محمد حسن هوتک په کابل کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر محمد حسن هوتک پرون یکشنبې د وږي ۹ مه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د نامعلومه وسله والو له خوا د خپل کور مخې ته برید شوی او وژلی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې د هېواد دښمنانو په ولسي چارو کې د جمهوري ریاست سترسلاکار او مخکېنی سناتور پرون د کابل ښار پنځمه ناحیه کې په یو تروریستي برید کې شهید کړی.
 
ولسمشرغني د محمد حسن هوتک پر وژنه ژوره خواشني ښودلې او پر هغه یې د دې ترهګر برید غندنه کړې ده.

ښاغلي غني ویلي، سناتور محمد حسن هوتک د زابل مخور مشر او د هیواد رښتینی خواخوږی و چې د خپلو ولسونو د ښې استازولۍ ترڅنګ یې تل د خلکو د خیر ښیګڼې او هوساینې لپاره هڅې کولې.
 
ولسمشر اړوندو مسوولینو ته پر شهید محمد حسن هوتک د تروریستي برید د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي