۰

د افغان حکومت مرکچي پلاوی سبا دوحې ته ځي

چهارشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۶
د مصالحې عالي شورا وايي، د افغان دولت او طالبانو تر منځ د خبرو د پیل پر وړاندې ټول خنډونه له منځه وړل شوي دي او ژر به د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.
د افغان حکومت مرکچي پلاوی سبا دوحې ته ځي
د مصالحې عالي شورا وايي، د افغان دولت او طالبانو تر منځ د خبرو د پیل پر وړاندې ټول خنډونه له منځه وړل شوي دي او ژر به د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مصالحې عالي شورا ویلي، د حکومت مرکچي پلاوی د سفر په تابیا بوخت دی او ټاکل شوې سبا پشنبې د وږي ۱۳ مه به د طالبانو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي.

د مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون نن چهارشنبې د وږي ۱۲ مه و ویل«د طالب زندانیانو په خوشی کولو سره د خبرو د پیل پر وړاندې ټول خنډونه لرې شوې، ټاکل شوې د حکومت پلاوی سبا دوحې ته ولاړ شي.»

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، د حکومت یو پنخه کسیزه پلاوی به د افغان پلاوی سره د خبرې د زمینې برابرو په موخه قطر ته ولاړ شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې کېدای شي د نن ورځې تر پای پورې د طالبانو ټول پاتې خطرناک زندانیان هم خوشي شي په دې شرط چې طالبان هم ۲۴ افغان کمانډویان راخوشي کړي.

سرچینې زیاتوي، چې حکومت له ۳۲۰ خطرناک طالب زندانیانو کابو ۲۰۰ خوشي کړي او طالبانو هم څلور افغان کمانډویان خوشي کړي دي.

دغه سرچینه تاییدوي، چې د زندانیانو د خلاصون د لړۍ له پای ته رسېدو سره سم به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ قطر کې خبرې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین پرون د ولسمشر غني سره په یوه تلېفوني اړیکه کې د بین الاافغاني خبرو پر ژر پیل ټینګار کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي