سرچینې:

د افغان حکومت یو پلاوی دوحې ته رسېدلی، بل به نن ورشي او راتلوونکې اوونۍ به خبرې پیل شي

13 سنبله 1399 ساعت 9:21

افغان حکومت او طالبانو ته نېږدې سرچینو تایید کړې، چې د حکومت یو پلاوی دوحې ته رسېدلی او بل پلاوی به نن ورشي او راتلونکې اوونۍ ښايي بین الافغاني مذاکرات پیل شي.


افغان حکومت او طالبانو ته نېږدې سرچینو تایید کړې، چې د حکومت یو پلاوی دوحې ته رسېدلی او بل پلاوی به نن ورشي او راتلونکې اوونۍ ښايي بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاتوي، چې د افغان حکومت یو پنځه کسیزه پلاوی پرون چهارشنبې د وږي ۱۲ مه دوحې ته رسېدلی تر څو د طالبانو له استازو سره د خبرو زمینه برابره کړي.

د سولې د مرکچي پلاوی غړي حاجي دین محمد هم تایید کړې، چې یو پلاوی دوحې ته رسېدلی او بل ورپسې دی او تمه ده چې له طالبانو سره د سولې ابتدايي خبرې ژر پیل شي.

نوموړي ویلي، د حکومت اصلي مرکچي پلاوی لا هم کابل کې دی خو تمه ده، چې ډېر ژر دوحې ته ولاړ شي او خبرې پیل شي.

په ورته وخت کې ویل کېږي د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم د قطر دولت په بلنه راتلونکو ورځو کې دوحې ته ځي.

په قطر کې طالبانو ته نېږدې سرچینو هم ویلي، چې احتمال شته چې تعارفي خبرې د کابل له پلاوي سره وشي او تر هغې وروسته به راتلونکې اوونۍ رسمآ د سولې خبرې پیل شي.

دغه سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د طالبانو د پلاوی دوه مهم غړي نور محمد ثاقب او مولوي عبدالکبیر د پاسپورټ او وېزې تر لاسه کولو لپاره تر اوسه دوحې ته نه دي رسېدلي.

له دې خبرو داسې ښکاري، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو موضوع چې د خپل منځي خبرو پر وړاندې لوی خنډ و حل شوې ده.

که څه هم په ښکار تر اوسه نه ده تایید شوې، چې د طالبانو او افغان حکومت پاتې بندیان خوشي شوي که نه، خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، پاتې طالب زندانیان یې د افغان کمانډویانو په بدل کې خوشي کړي دي.

صالح ویلي، طالبانو ۱۳ تنه افغان کمانډویان پرون د کندهار په عینو مېنه کې افغان حکومت ته سپارلي دي.

په ورته وخت کې طالبانو ته نېږدې سرچینو هم تایید کړې، چې د دوی پاتې ټول بندیان خوشي شوي او یوازې شپږ تنه یې چې فرانسه او استرالیا پرې ملاحظه لري، په بند کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 


د مطلب کود: 131192

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131192/

جمهور
  https://www.jomhornews.com