افغان حکومت او طالبانو ته نېږدې سرچینو تایید کړې، چې د حکومت یو پلاوی دوحې ته رسېدلی او بل پلاوی به نن ورشي او راتلونکې اوونۍ ښايي بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاتوي، چې د افغان حکومت یو پنځه کسیزه پلاوی پرون چهارشنبې د وږي ۱۲ مه دوحې ته رسېدلی تر څو د طالبانو له استازو سره د خبرو زمینه برابره کړي.
د سولې د مرکچي پلاوی غړي حاجي دین محمد هم تایید کړې، چې یو پلاوی دوحې ته رسېدلی او بل ورپسې دی او تمه ده چې له طالبانو سره د سولې ابتدايي خبرې ژر پیل شي.
نوموړي ویلي، د حکومت اصلي مرکچي پلاوی لا هم کابل کې دی خو تمه ده، چې ډېر ژر دوحې ته ولاړ شي او خبرې پیل شي.
په ورته وخت کې ویل کېږي د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم د قطر دولت په بلنه راتلونکو ورځو کې دوحې ته ځي.
په قطر کې طالبانو ته نېږدې سرچینو هم ویلي، چې احتمال شته چې تعارفي خبرې د کابل له پلاوي سره وشي او تر هغې وروسته به راتلونکې اوونۍ رسمآ د سولې خبرې پیل شي.
دغه سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د طالبانو د پلاوی دوه مهم غړي نور محمد ثاقب او مولوي عبدالکبیر د پاسپورټ او وېزې تر لاسه کولو لپاره تر اوسه دوحې ته نه دي رسېدلي.
له دې خبرو داسې ښکاري، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو موضوع چې د خپل منځي خبرو پر وړاندې لوی خنډ و حل شوې ده.
که څه هم په ښکار تر اوسه نه ده تایید شوې، چې د طالبانو او افغان حکومت پاتې بندیان خوشي شوي که نه، خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، پاتې طالب زندانیان یې د افغان کمانډویانو په بدل کې خوشي کړي دي.
صالح ویلي، طالبانو ۱۳ تنه افغان کمانډویان پرون د کندهار په عینو مېنه کې افغان حکومت ته سپارلي دي.
په ورته وخت کې طالبانو ته نېږدې سرچینو هم تایید کړې، چې د دوی پاتې ټول بندیان خوشي شوي او یوازې شپږ تنه یې چې فرانسه او استرالیا پرې ملاحظه لري، په بند کې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل