هلمند کې موټرسایکل بم چاودنې څلور تنه ټپیان کړي

13 سنبله 1399 ساعت 9:56

سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوې چاودنې له امله څلور تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوې چاودنې له امله څلور تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون چهارشنبې د وږي ۱۲ مه ماښام مهال د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د موټر سایکل بم دغه چاودنې څلور تنه ملکي وګړي تپیان کړي او نور کوم زیان نه لري.

د هغه په وینا ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې نه دی اخیستی خو د ګرمسېر ډېری برخې د طالبانو په ولکه کې دي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 


د مطلب کود: 131197

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131197/

جمهور
  https://www.jomhornews.com