سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوې چاودنې له امله څلور تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون چهارشنبې د وږي ۱۲ مه ماښام مهال د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د موټر سایکل بم دغه چاودنې څلور تنه ملکي وګړي تپیان کړي او نور کوم زیان نه لري.
د هغه په وینا ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې نه دی اخیستی خو د ګرمسېر ډېری برخې د طالبانو په ولکه کې دي.
جمهورخبري آژانس:هلمند