۰

طالبانو ټول کمانډویان او حکومت ټول ۴۰۰ طالبان خوشي کړل

پنجشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۷
د افغانستان د ملي امنیت شورا رسمي تایید کړه، چې طالبانو د افغان حکومت ټول بندي کمانډویان او حکومت د طالبانو پاتې ۴۰۰ ټول بندیان خوشي کړي دي.
طالبانو ټول کمانډویان او حکومت ټول ۴۰۰ طالبان خوشي کړل
د افغانستان د ملي امنیت شورا رسمي تایید کړه، چې طالبانو د افغان حکومت ټول بندي کمانډویان او حکومت د طالبانو پاتې ۴۰۰ ټول بندیان خوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن پنشنبې د وږي ۱۳ مه په خپل ټوېټر د دې خبرې پخلی کړی وايي، طالبانو د افغانستان د ملي اردو ټول کمانډویان خوشې کړل.
 
هغه لیکلي«افغان حکومت خپل ټول کمانډویان چې د طالبانو په اسارت کې ول، ترلاسه کړي دي.»

جاوید فیصل دا هم تایید کړې، چې افغان حکومت هم د طالبانو ټول پاتې ۴۰۰ زندانیان پرته له څو تنو چې د ده په وینا نړیوالو شریکانو یې په اړه ملاحظه درلوده، خوشې کړي دي.
 
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند ویلي، هیله ده، چې اوس د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي.

د یادونې ده، چې طالب سرچینو هم ویلي له شپږو تنو پرته د دوی ټول زندانیان خوشي شوي دي او دغه شپږ تنه به هم د بین الافغاني خبرو پر مهال په قطر کې نظر بند وي.

د افغان حکومت یوې بلې سرچینې هم ویلي، چې پاتې ۷ تنه بندیان به له افغانستان څخه قطر ته ولېږدول شي او هلته به نظر بند وي.

د بندیانو د تبادلې پروسې په بشپړېدو سره تمه دا ده، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل شي.

ځینې سرچینې وايي، د افغان حکومت یو پنځه کسیزه پلاوی پرون دوحې ته رسېدلی او مرکچي پلاوی به نن پنشنبې دوحې ته روان شي او نېږدې راتلونکې کې به خبرې پیل شي.

په ورته وخت کې د طالبانو ځینو سرچینو هم تایید کړې، چې د افغان حکومت یو پلاوی به د طالب استازو سره مقدماتي خبرې ولري او کېدای شي راتلوونکې اوونۍ مخامخ مذاکرات پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي