د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۲۳ میلیون ډالر مرسته کوي

15 سنبله 1399 ساعت 8:53

نړیوال بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړي، چې له افغانستان سره به د روغتیا په برخه کې ۲۳ میلیون ډالره نوره مرسته هم وکړي.


نړیوال بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړي، چې له افغانستان سره به د روغتیا په برخه کې ۲۳ میلیون ډالره نوره مرسته هم وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه مرسته به افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې لپاره وشي.

کابل کې د یاد بانک رییس، نرندر سنګرو وايي، افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د درېیو سندونو لاسلیک سره د یوه تاریخي ګام شاهد دی، چې دغه کار د روغتیايي برخې ښه والي او له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره دی.

ټاکل شوې دغو مرستو کې د روغتیايي توکو اخیستو ترڅنګ له لسو ډېر روغتونونه بیا ورغول شي.

د اسیا پراختیايي بانک مسوولین له افغانستان سره پر لا ډېرو مرستو ټینګار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131233

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131233/

جمهور
  https://www.jomhornews.com