نړیوال بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړي، چې له افغانستان سره به د روغتیا په برخه کې ۲۳ میلیون ډالره نوره مرسته هم وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه مرسته به افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې لپاره وشي.
کابل کې د یاد بانک رییس، نرندر سنګرو وايي، افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د درېیو سندونو لاسلیک سره د یوه تاریخي ګام شاهد دی، چې دغه کار د روغتیايي برخې ښه والي او له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره دی.
ټاکل شوې دغو مرستو کې د روغتیايي توکو اخیستو ترڅنګ له لسو ډېر روغتونونه بیا ورغول شي.
د اسیا پراختیايي بانک مسوولین له افغانستان سره پر لا ډېرو مرستو ټینګار کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل