۰

له افغان حکومت سره د طالبانو په مرکچي پلاوی کې بدلون راغلی

یکشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۷
طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو لپاره په ټاکل شوي پلاوی کې بدلون راوستی او د دغه پلاوی مشر یې بدل کړی دی.
له افغان حکومت سره د طالبانو په مرکچي پلاوی کې بدلون راغلی
طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو لپاره په ټاکل شوي پلاوی کې بدلون راوستی او د دغه پلاوی مشر یې بدل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو څو ورځې وړاندې له حکومت سره  خبرو لپاره د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ باندې د ۲۱ کسیزه پلاوی اعلان وکړ.

خو اسلام آباد ته د قطر دفتر د یو شمېر طالب استازو تر سفر وروسته اوس د طالبانو په مرکچي پلاوی او د قطر دفتر کې څه بدلون راغلی دی.

طالبانو د شېر محمد عباس ستانکزي پر ځای مولوي عبدالحیکم او سیاسي ویندوی سهیل شاهین پر ځای نعیم وردګ ټاکلي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دوی نوی مرکچي پلاوی به د مولوي عبدالحیکم تر مشرۍ لاندې وي او شېرمحمدعباس ستانکزی به یې مرستیال وي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو مشرتابه ډاکتر محمد نعیم وردګ د سیاسي دفتر ویاند ټاکلی دی.

د طالبانو په مرکچي پلاوي کې دا بدلون پر داسې مهال راځي، چې تمه کېږي په نېږدې راتلونکې کې د دوی او حکومت تر منځ خبرې پیل شي.

حکومتي سرچینو ویلي کېدای شي د افغان حکومت مرکچي پلاوی هم نن یکشنبې د وږي ۱۶ مه دوحې ته ولاړ شي او دغه راز عبدالله عبدالله به هم ورشي.

خو په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي