۰

عبدالله: ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي

سی شنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۵
د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو د پيل ورځ رانږدې شوې ده.
عبدالله: ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي
د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو د پيل ورځ رانږدې شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن سه شنبې د وږي ۱۸ مه د شهید اوونۍ او احمد مسعود د شهادت د ورځې په ویاړ خبرې کولې و ویل، د حکومت مذاکراتي پلاوی مخامخ خبرو ته چمتو دی.

که څه هم نوموړي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د پیل کره نېټه په ګوته نه کړه، خو ویې ویل ډېر ژر به دوحې ته د مخامخ خبرو د پيل لپاره لاړ شي.

د ملي پخولاینې د عالي شورا مشر زیاته کړه، چې سوله د افغانانو هیله ده او هر افغان په دې تمه دی چې دلته روانه اوږده جګړه ژر پای ته ورسېږي.

عبدالله عبدالله دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالبانو په تازه څرګندونو کې ویلي، تر اوسه د دوی د زندانیانو د خلاصون پروسه نه ده بشپړه شوې او هر کله چې دا پروسه بشپړه شي، بین الافغاني مذاکرات به پیل شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردګ په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د دوی یو شمېر زندانیان لا هم نه دي خوشي شوي، خو په وینا یې کار پرې روان دی.

که څه هم وردګ نه ده جوته کړې، چې د دوی څومره زندانیان نه دي خوشي شوي، خو وايي، کله چې دغه زندانیان خوشي شي، بین الافغاني خبرې به پیل شي.

خو پرون د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي و ویل، چې د طالب زندانیانو د خلاصون پروسه بشپړه شوې او هیله لري، چې طالبان بین الافغاني خبرو ته چمتوالی وښي او خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي