۰

امرالله صالح له چاودنې روغ وتلی، خو ۱۴ تنو نورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۰
د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان په چاودنه کې خپله صالح روغ وتلی خو د ۱۴ تنو نورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امرالله صالح له چاودنې روغ وتلی، خو ۱۴ تنو نورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان په چاودنه کې خپله صالح روغ وتلی خو د ۱۴ تنو نورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي صالح په موټریز کاروان نن چهارشنبې د وږي ۱۹ مه  سهار ۷:۳۰ بجې کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند تایمنیو سیمه کې چاودنه وشوه.

عیني شاهدان وایي، د ښاغلي صالح موتریز کاروان چې خپله دی هم په کې وو له دغه سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې چاودنه رامنځ ته شوې ده.

د سیمې د خلکو په وینا چاودنه ډېره درنه وه او وروسته د ګاز ډبو په یوه دوکان کې هم چاودنه شوې، چې خلکو ته یې زیات زیان اړولی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي، خو خپله صالح تر چاودنې روغ وتلی دی.

وزارت وایي، سیمه دا مهال د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده ده او پلټنې روانې دي.

که څه هم کورینو چارو وزارت وايي، په دغه پېښه کې دوه تنه وژل شوي خو عیني شاهدان بیا وایي، څلور تنه مړي یې لیدلي دي او په ټپیانو کې درې تنه د ښاغلي صالح ساتونکي وو.

د امرالله صالح دفتر هم د چاودنې پخلی کړي خو وايي، په دغه چاودنه کې نوموړي ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

د ښاغلي صالح زوی عباد صالح په خپل ټوېټر پاڼه لیکي، چې د چاودنې پر مهال دی هم له خپل پلار سره یو ځای و، خو په وینا یې ده او پلار ته یې هېڅ ډول زیان نه دی اوشتی.

عباد صالح زیاته کړې«زه تاسو ته ډاډ درکوم، چې هغه (د ولسمشر لومړی مرستیال) او ټول ښه دي تر اوسه زموږ له ډلې څوک مړه شوي نه دي.»
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر پر ښاغلي صالح چاودنه په کلکو ټکو غندلې وايي، دغه ډول چاودنې د سولې پروسه له خنډونو سره نه شي مخ کولی.
 
پر صالح دغه چاودنه پر داسې مهال کېږي، چې دوه ورځې وړاندې هغه په یوه تلوېزیوني مرکه کې، پر طالبانو، پاکستان او امریکا توندې نیوکې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي