۰

رولاند کوبیا: د افغان د سولې په اړه ډېرې لږ رښتونې نښې وینم

چهارشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۳
د ولسمشر غنی پر لومړي مرستیال امرالله صالح شوي برید ته په اشارې د افغانستان لپاره د اروپایې ټولني ځانګړی استازی وایي د افغان د سولې په اړه ډېرې لږ رښتونې نښې ویني.
رولاند کوبیا: د افغان د سولې په اړه ډېرې لږ رښتونې نښې وینم
د ولسمشر غنی پر لومړي مرستیال امرالله صالح شوي برید ته په اشارې د افغانستان لپاره د اروپایې ټولني ځانګړی استازی وایي د افغان د سولې په اړه ډېرې لږ رښتونې نښې ویني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رولاند کوبیا نن چهارشنبې د وږي ۱۹ مه پر خپل ټویټر لیکلي، پر مرستیال ولسمشر، د پارلمان پر غړو، د سولي پر فعالینو، مذهبي مشرانو بریدونه کېږي چې دا د ده په خبرو د سولې رښتونې نښې نه‌ دي.

نوموړي زیاته کړې، که یوه خوا ونه‌ توانېږي بېلابېل نظریات ومني او د مذاکراتو پر ځای هغوی حذف کوي، نو د افغانانو ترمنځ خبرې به څنګه کار وکړي؟

کوبیا دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې نن د امرالله صالح په موټریز کاروان درنه چاودنه وشوه خو دی او زوی یې ترې روغ و وتل.

ښاغلی صالح له کور څخه د کار پر لور روان وو چې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د تایمني پخوانۍ څلور لاري ته یې نېږدې په کاروان چاودنه وشوه.

کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي، خو د عامې روغتیا وزرات وايي، شپږ تنه وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.

خپله صالح وایي، دی روغ دی او یوازې مخ او لاس یې لږ سوځېدلي، خو په وینا یې یو شمېر ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

صالح وايي، دا ډول بریدونه به دی له خپلې مبارزې ونه ګرځوي.

د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

ولسشمر غني پر ښاغلي صالح برید په کلکو ټکو غندلی ویلي یې دي، چې دغه ډول بریدونه به د افغان سولې او جمهوریت به اړه د دولت او ولس ارادې کمزورې نه کړي.

د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر هم پر ښاغلي صالح برید غندلی وايي، د سولې پټ او ښکاره دښمنان غواړي په دغه ډول بریدونو د سولې پر وړاندې خنډونه راپورته کړي.

دوی ډاډ ورکړی، چې دغه ډول بریدونه به افغانان له خپل اصلي هدف چې باثباته او تل پاتې باعزته سوله ده را ونه ګرځوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي