پوتین د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی

20 سنبله 1399 ساعت 13:24

د روسیې ولسشمر ویلادیمیر پوتین د افغانستان اوسنۍ وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی.


د روسیې ولسشمر ویلادیمیر پوتین د افغانستان اوسنۍ وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي، چې د شانګهای د همکاریو سازمان غونډې ته د ویډیويي کنفرانس له لارې پر مهمو نړیوالو مسایلو د خبرو تر څنګ د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړې.

پوتین په افغانستان کې روانې جګړې او د سولې په تړاو هلو ځلو ته په اشارې ویلي، په افغانستان کې حالات د اندېښنې وړ دي.

د هغه په وینا افغانستان دا مهال په یوه کړکېچن حالت کې دي، چې دغه وضعیت په سیمه کې ژورې اندېښنې را پارولې دي.

د روسیې ولسمشر په منځني ختیځ او افریقا کې هم پر روانو نا امنیو، جرمنو او نښتو اندېښنه ښودلې ده او د دغه ناندریو پای ته رسول یې د نړیوالو ګډ مسوولیت بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131428

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131428/

جمهور
  https://www.jomhornews.com