د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:

د بین الافغاني خبرو هرکلي کوو، د سولې وخت رارسېدلی دی

22 سنبله 1399 ساعت 9:38

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د پیلېدو هرکلی کړی دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د پیلېدو هرکلی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې، د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې نن شنبې د وږي ۲۲ مه د قطر په مشهور شریتون هوټل کې پیل شي.

د خبرو د پیل مراسم به د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له خوا وشي او ورسته به د حکومت په استازیتوب ډاکتر عبدالله او د طالبانو په استازیتوب ملا عبدالغني برادر ویناوې وکړي.

د دغه خبرو پیل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ورغلی دی او تمه یې ښودلې، چې افغان په خپلو کې سره جوړ او د ولس په خوښه یو حکومت رامنځ ته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه خبرو د پيلېدو هرکلی کړی او دا یې افغانستان د سولې او ثبات ټینګېدو او د روانې څلوېښت کلنې جګړې د ختمېدو او وینې بهېدو مخنیوي لپاره یو تاریخي فرصت بللی دی.

د وزارت په اعلامیه کې له مذاکراتي ټېمونو غوښتل شوي چې د دغه بهیر د بریاليتوب لپاره عملي ګامونه واخلي او له صبر او زغم څخه کار واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه له دغه بهیر څخه نظارت کوي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د افغانستان خلک له کلونو د جګړې پېټې پر اوږو وړي او اوس د سولې وخت رارسېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131464

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131464/

جمهور
  https://www.jomhornews.com