۰
اتمر:

له طالبانو سره پر ځینې تخنیکي مسایلو توافق شوی دی

یکشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۷
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر وايي، قطر کې د سولې د خبرو تر پیل وروسته له طالبانو سره پر ځینو تخنیکي مسایلو توافق شوی دی.
له طالبانو سره پر ځینې تخنیکي مسایلو توافق شوی دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر وايي، قطر کې د سولې د خبرو تر پیل وروسته له طالبانو سره پر ځینو تخنیکي مسایلو توافق شوی دی.

د جمهور آزانس د خبر له مخې ښاغلی اتمر زیاته کړې، چې پرون تر پرانستونکې غونډې وروسته د دواړو مرکچي پلاویو تر منځ خبرې وشوې، چې په حقیقت کې د خبرو پیل دی.

نوموړي و ویل، چې په دې خبرو کې دواړه لوري په ځینو تخنیکي مسایلو موافقې ته ورسېدل او تمه ته، چې نن، سبا او په راتلونکو ورځو کې د نورو لا مهمو مسایلو په برخه کې ګامونه واخستل شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پرانستونکې غونډې تر پای ته رسېدو وروسته د دواړو لورویو له خوا ګډه کاري ډله جوړه شوه.

په دغه ډله کې د افغان حکومت له خوا د پلاوی مشر معصوم ستانکزی، فوریه کوفي، ضرار احمد مقبل، عنایت الله بلیغ او نادر نادري او د طالبانو له لوري شېر محمد عباس ستانکزی، مولوي عبدالکبیر، مولوي شهاب الدین دلاورو نور الله نوري او شېخ قاسم ترکمن برخه لري.

که څه هم تر اوسه د خبرو لومړنۍ اجندا نه ده معلومه، خو د طالبانو د پلاوی یو غړی ملا خیرالله خیر خوا وايي، دوی به لومړی پر هغه مسایلو خبرې کوي، چې اسانه وي او ژر توافق پرې کېدای شي.

د یادونې ده، چې د سولې مذاکراتو پرانیستونکې غونډه پرون شنبې د وږي ۲۲ مه تر غرمې مخکې پای ته ورسېده، خو دواړه لوري د اصلي خبرو د پیل لپاره چې د دوشنبې په ورځ به وي، مقدماتي غونډې کوي.

له دوحې څخه خبریالان وايي، دا مهال دوه اړخیزې او درې اړخیزې غونډې دوام لري چې تر ډېره تعارفي بڼه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي