۰

جنرال مک کنزي کابل ته راغلی، د سفر موخه یې د افغان دولت ملاتړ دی

یکشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۴
د امریکا د پوخ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مک کېنزي افغانستان ته راغلی او له ولسمشر غني سره یې لیدلي دي.
جنرال مک کنزي کابل ته راغلی، د سفر موخه یې د افغان دولت ملاتړ دی
د امریکا د پوخ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مک کېنزي افغانستان ته راغلی او له ولسمشر غني سره یې لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مک کنزي پرون شنبې د وږي ۲۲ مه کابل ته راغلی او ارګ کې یې له ولسمشر غني سره لیدلي دي.

د ارګ اعلامیه وایي، په دغه ناسته کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب، دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د چارو ادارې مشر فضلي هم ګډون درلود.

د امریکا دفاع وزیر په خپلو خبرو کې ویلي، چې کابل ته یې د راتګ موخه د افغانستان سره دولت سره د امریکا د ملاتړ څرګندول دي.

په دغه ناسته کې دواړو لورو د افغان دولت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا او ملاتړ او د افغانستان او سیمې د وضعیت  په اړه هم خبرې شوې دي.

جنرال مک کېنري ویلي په دغه مهمه او تاریخي ورځ یې کابل ته د سفر موخه دا ده، چې یو ځل بیا د افغان دولت، خلکو او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک کېنري وايي، د امریکا ټولې پرېکړې د افغانستان حکومت سره په مشوره ترسره کېږي.

جنرال مک کنېزي پر داسې مهال افغانستان ته سفر او له افغان دولت نه د امریکا بیا ځلي ملاتړ څرګندوني، چې پرون په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شوې.

په دغه پرانستونکې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دا ورځ یوه تاریخي ورځ و بلله ویې ویل، چې له ۴۰ کلونو جګړو وروسته لومړی ځل دی، چې افغانان مخامخ خپلو کې سره کېني.

هغه و ویل، دا اوس په افغانانو پورې اړه لري، چې د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي او خپل هېواد نور له ۴۰ کلونو جګړو وباسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې دوی ته یو خپلواک، یو موتی او دموکراتیک افغانستان ارزښت لري او د هغه ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي