۰

نن به د افغان حکومت او طالبانو پلاوي خپله لومړنۍ کاري ناسته وکړي

دوشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۷
ټاکل شوې نن دوشنبې د وږي ۲۴ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د سولې په اړه لومړۍ کاري ناسته وشي.
نن به د افغان حکومت او طالبانو پلاوي خپله لومړنۍ کاري ناسته وکړي
 ټاکل شوې نن دوشنبې د وږي ۲۴ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د سولې په اړه لومړۍ کاري ناسته وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دواړو لورو ګډې کاري کمېټې پرون یکشنبې د وږي ۲۳ مه د بندو دروازو تر شاه خبرې کړې دي.

د پردې تر شاه په دغه ګډه ناسته کې دواړه لوري د اجنډا پر سر او دا چې لومړی باید په کومو موضوعاتو خبرې وکړي غږېدلي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړل شي.

د حکومتي پلاوی ویاند نادر نادري وايي، په دې ناسته کې پر کاري اصولو او مهال وېش خبرې شوې او ټاکل شوې نن کاري ناسته پیل شي.

په ورته وخت کې د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ویلي د مذاکره کوونکي ټیمونو د تماس کمېټو پرون د ماښام تر لمانځه وروسته ګډه ناسته کړې.

دی هم وايي، په یاده ناسته کې د راتلونکو مجالسو پر کاري اصولو او مهال ویش باندې خبرې شوې خو په اړه یې نور جزیات نه دی ورکړي.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې دغه کاري ګډې ناستې د خبرو  لپاره لومړی کومه موضوع غوره کړې، خو ځینې سرچینې وايي ښايي دواړه لوري لومړی د تاوتریخوالي پر کمولو سره وغږېږي.

د یادونې ده، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ رسمی خبرې د تېرې شنبې وږي ۲۲ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شوې.

دغه پرانست غونده کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو او سازمانونو استازو او مسوولین هم برخه اخیستې ده.

په غونډه، چې د قطر تر امیر وروسته د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، د طالبانو مرستیال ملا عبدالغني برادر، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د ناټو عمومي منشي، د اسلامي همکاریو سازمان مشر، د اروپايي ټولنې استازي، د چین، ترکیې، جرمني، انګلستان، ناورې، فنلنډ، هند، ازبکستان، تاجکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو هم ویناوې وکړې.

د غونډو د ګډونو ټولو دغه ورځ یوه تاریخي ورځ وبلله او سولې ته د رسېدو او خبرو د پرمختګ لپاره یې لومړی په اوربند کولو ټينګار درلود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي