۰

اتمر او ظریف پر افغان سوله خبرې کړې، ایران د مذاکراتو ملاتړ کړی دی

چهارشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۹
د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو حنیف اتمر او جواد ظریف پر افغان سوله او د حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو د پیل په اړه خبرې کړې دي.
اتمر او ظریف پر افغان سوله خبرې کړې، ایران د مذاکراتو ملاتړ کړی دی
د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو حنیف اتمر او جواد ظریف پر افغان سوله او د حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو د پیل په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه تلېفوني اړیکه کې چې پرون سه شنبې د وږي ۲۵ مه شوې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې د افغانستان د دولت او طالبانو تر منځ د خبرو د پیلېدو ملاتړ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، دواړو لورو د سولې د خبرو او د یوه سمدستي اوربند د ټینګېدو لپاره د سیمې او نړۍ د اجماع پر اهمیت او هم په دې پروسه کې د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو د رول په اړه خبرې وکړې.

خبرپاڼه وايي، ښاغلی اتمر د افغانستان د سولې په بهیر کې د ایران د همکارۍ د دوام غوښتنه وکړه.

ښاغلي اتمر د افغانستان د سولې په بهیر کې د ایران د همکارۍ د دوام غوښتنه داسې مهال کوي چې د تېرې شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو په مقدماتي غونډه کې د ایران په استازیتوب چا برخه وانه‌خیسته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي