۰
قطر کې د سولې خبرې:

افغان پلاوی لومړی په اوربند او طالبان پر نظام خبرې کول غواړي

پنجشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۱
په قطر کې د افغان حکومت د پلاوي او طالبانو د پلاوی تر منځ د خبرو درېیمه ورځ ده، خو ښکاري چې لا هم د اجندا پر ټاکلو نه دي سره جوړ شوي.
افغان پلاوی لومړی په اوربند او طالبان پر نظام خبرې کول غواړي
په قطر کې د افغان حکومت د پلاوي او طالبانو د پلاوی تر منځ د خبرو درېیمه ورځ ده، خو ښکاري چې لا هم د اجندا پر ټاکلو نه دي سره جوړ شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي ځینې غړي وايي، دوی غواړي، چې په خبرو کې لومړی په اوربند خبرې وشي، خو طالب لوری غواړی لومړی د نظام پر څرنګوالی خبرې وکړي.

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي په پروني ګډه غونده کې له طالبانو غوښتي، چې لومړی د خلکو پر خوندیتوب او اوربند خبرې وکړي او بیا پر اصولو او قواعدو.

ښاغلي ستانکزي ویلي، چې د جګړې درېدو او اوربند په صورت کې به د سولې خبرې په منظمه او ښه توګه مخ ته ولاړې شي نو ځکه دوی پر اوربند ټینګار لري.

خو طالبانو دغه خبره لا هم نه منلې ویلي یې، چې لومړی باید پر هغه علتونو او عواملو خبرې وشي، چې جګړه یې رامنځ ته کړې او وروسته په اوربند.

د دې تر څنګ دا هم ویل کېږي، چې د نظام پر سر بحث کې افغان پلاوی د جمهوري اسلامي نظام چې همدا اوس دی ټینګار کوي، خو طالبان یوازې اسلامي نظام غواړي او داسې ښکاري، چې ټاکنې ورته هېڅ ارښت نه لري.

د طالبانو د مرکچي پلاوی مشر مولوي عبدالحکیم ویلي، د دوی جګړه د واک تر لاسه کولو لپاره نه، بلکې د یوه بشپړ اسلامي نظام د رامنځ ته کولو لپاره ده.

که څه هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې د امریکا او طالبانو د خبرو په پرتله پېچلې او اوږدې ښکاري خو دواړه لوري هیله لري، چې یوې مثبتې پایلې ته به سره ورسېږي.

د طالبانو او افغان پلاویو تر منځ لومړني کوچینې اختلافات پر داسې مهال دي، چې د افغانانو په ګډون، ګڼ شمېر هېوادونو او ان نړیوالې ټولنې غوښتي، چې لومړی دې اوربند وکړي.

دوی وايي، له اوربند پرته د سولې خبرې مخ ته وړل ځکه مانا نه لري، چې په یوه وخت سوله او جګړه هېڅ امکان نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي