۰

د کابل ښار له پنځمې امنیتي حوزې څلور ترهګرې ډلې نیولې شوې دي

پنجشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۱
د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړندو سیمو کې د څلور ترهګرو ډلو د نیولو خبر ورکړی دی.
د کابل ښار له پنځمې امنیتي حوزې څلور ترهګرې ډلې نیولې شوې دي
 د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار  د پنځمې امنیتي حوزې اړندو سیمو کې د څلور ترهګرو ډلو د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه ترهګرې ډلې یې په تېرو دوه اوونیو کې د پنځمې امنیتي حوزې له اړوند سیمو نیولې دي.

دا خبره پرون چهارشنبې د وږي ۲۶ مه د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ د خصوصي سکتور د مصوونیت کمټې په غونده کې شوې ده.

په دغه غونده کې سوداګرو او پانګوالو په پنځمه امنیتي حوزه کې د انسان تښتوونې، غلا، قتل، ناامنیو او نورو جرمونو په اړه شکایت وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې هم په خپل راپور کې په دغه حوزه کې د سوداګرو له تښتوونې، د موبایل تښتولو او وهلو ډبولو له جرمونو شکایتونه وکړل.

د کورنیو چارو وزارت بیا په خپل راپور کې و ویل، چې دوی په پنځمه امنیتي حوزه کې ۲۴ ساعته ګزمې لري او یوازې په تېرو دوه اوونیو کې یې د ترهګرو څلور ډلې د دغه حوزې له اړوند سیمو نیولې، چې ورسره وضعیت بدلون موندلی دی.

پر همدې مهال د ولسمشر دوهم مرستیال امنیتي بنستونو ته لارښوونه وکړه، چې د پنځمې امنیتي حوزې امنیتي ستونزې په جدي توګه وڅېړي او امنیتي پلان وروته ونیسي.

ښاغلي دانش د خصوصي سکتور له استازو هم وغوښتل، چې خپلې ستونزې او شکایات په ټولو جزیات سره یو په بل پسې مطرح کړي تر څو د امنیتي بنسټونو له خوا وڅېړل شي.

د یادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج هم د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې و ویل، چې په تېرو څو ورځو کې یې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د حقاني شبکې د ترو پنځه ډلې نیولې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي