حنیف اتمر د یوه پلاوی په مشرۍ تاجکستان ته ولاړ

27 سنبله 1399 ساعت 10:50

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته تللی دی.


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته تللی دی.

د جمهور آژانس د له مخې د بهرنیو چارو وزارت وايي، اتمر به په دې سفر کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، ددغه هېواد له لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او د تاجکستان د ملي امنیت د کمېټې له مشر سره لیده کاته ولري.

دغه دوه ورځنی سفر د تاجکستان په رسمي بلنه ترسره کېږي او دواړه لوري به په سیمه کې پر روان وضعیت، اقتصادي همکاریو، ترانزیت، مرزي مسایلو، ترانسپورت، امنیتي همکاریو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې ولري.

 بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې سفر کې تر ټولو ستره موخه دا ده چې دواړه هېوادونه لا سره نږدې شي او په بېلو مواردو کې اړیکې پراخې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131664

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131664/

جمهور
  https://www.jomhornews.com