۰

حنیف اتمر د یوه پلاوی په مشرۍ تاجکستان ته ولاړ

پنجشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۰
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته تللی دی.
حنیف اتمر د یوه پلاوی په مشرۍ تاجکستان ته ولاړ
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د له مخې د بهرنیو چارو وزارت وايي، اتمر به په دې سفر کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، ددغه هېواد له لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او د تاجکستان د ملي امنیت د کمېټې له مشر سره لیده کاته ولري.

دغه دوه ورځنی سفر د تاجکستان په رسمي بلنه ترسره کېږي او دواړه لوري به په سیمه کې پر روان وضعیت، اقتصادي همکاریو، ترانزیت، مرزي مسایلو، ترانسپورت، امنیتي همکاریو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې ولري.

 بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې سفر کې تر ټولو ستره موخه دا ده چې دواړه هېوادونه لا سره نږدې شي او په بېلو مواردو کې اړیکې پراخې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي