۰

ټرمپ: له طالبانو سره ښه چلند کوو ځکه ځیرک او چالاک خلک دی

شنبی ۲۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۲
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې طالبان ځیرک او چالاک خلک بللی وايي په ورسره ښه چلند کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې طالبان ځیرک او چالاک خلک بللی وايي په ورسره ښه چلند کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په خپل ټوېټر لیکلي دوی ځکه له طالبانو سره ښه چلند لري، چې هغوی (طالبان) ځیرک او چالاک خلک دي.

دی وايي، امریکا د افغانستان له یوې وسله والې ډلې سره هوکړه لاسلیک کړې او دوی غواړي د دې هوکړې پر مټ په افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي.

ټرمپ ټینګار کړي، چې امریکا له طالبانو سره ښه چلند لري او هڅه کوي، په افغانستان کې روان ناورین پای ته ورسېږي.

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د هغه د ملي امنیت پخواني سلاکار مکماسټر له طالبانو سره د ټرمپ پر اوسنۍ تګلاره سختې نیوکې کړې دي.

مکماسټر ویلي، ټرمپ د افغان حکومت پر ضد له طالبانو سره لاس یو کړی، چې دا یو ناسم سیاست او تګلاره ده.

د هغه په وینا د ټرمپ دغه ناسمه تګلاره او سیاست په افغانستان کې د زرګونو امریکايي او افغان سرتېرو د قربانیو ضایع کول دي.
 
هغه ویلي«زه فکر کوم موږ په افغانستان کې یوې دوامدارې ژمنتیا ته اړتیا لرو،‌ چې د افغان حکومت او افغان امنیتي‌ ځواکونو مرسته وکړو، ځکه دوی دي چې د دې جګړې بار ته یې اوږه ورکړې ده.»
 
مکماسټر له افغانستان د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه ویلي، چې په بېړه د دغه کار تر سره کول به په راتلونکي کې د امریکا ملي امنیت ته سخت زیان ورسوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي