د غزني سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې طالبانو ته د درندې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي، چې په وینا یې پاکستاني وسله وال هم په کې شامل دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د والي مطبوعاتي دفتر نن شنبنې د وږي ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانوته دغه مرګ ژوبله د غزني په قرباغ او اندړو ولسوالۍ کې اوښتې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي طالبانو تېره شپه غوښتل د قرباغ په عسکر کوټ سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي، چې د هوايي ځواک له مرګوني برید سره مخ شول.
خبرپاڼه وايي، په دغه هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د څو پاکستانیانو او سرګروپانو په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي، چې د ډېری جسدونه یې په سیمه کې له وسلو سره یو ځای پاتې شوي دي.
خو د غزني امنیه قومانداني بیا وايي، په دغه برید کې ۴۰ تنه طالبان وژل شوي دي.
په ورته وخت غزني کې د پوځ چارواکي وایي، اندړو ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ۷ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي، چې د دریو جسدونه هم په میدان پاتې شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:غزني