۰
ولسمشرغني:

نړیوال دې د اوربند او جګړې ختمولو لپاره د افغانانو د غوښتنو ملاتړ وکړي

سی شنبه ۱ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۶
ولسمشر غني بر نړیوالو غږ کړي، چې د افغانستان د تېرو ۱۹ کلونو لاس ته راوڼو په ساتنه او جګړې په ختمولو کې د افغانانو د غوښتنې ملاتړ وکړي.
نړیوال دې د اوربند او جګړې ختمولو لپاره د افغانانو د غوښتنو ملاتړ وکړي
ولسمشر غني بر نړیوالو غږ کړي، چې د افغانستان د تېرو ۱۹ کلونو لاس ته راوڼو په ساتنه او جګړې په ختمولو کې د افغانانو د غوښتنې ملاتړ وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې نن سه شنبې د تلې اوله د ملګرو ملتونو د ۷۵مې کلیزې په مناسبت او د یاد سازمان کلنۍ عمومي غونډې ته د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې کولې پر طالبانو یو ځل بیا د اوربند غږ وکړ.

ولسمشر په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې نړیوال دې د افغانستان د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو په ساتلو کې له افغانانو سره همکاري وکړي ځکه په وینا یې افغانستان په یو داسې حساس پړاو کې دی چې د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري.

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې یې خپل مسؤلیتونه په ښه شکل تر سره کړي دي.

ښاغلي یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې اوربند ته غاړه کېږدي، تر څو روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او افغانان له شته ناخوالو خلاص شي.

نوموړي په افغانستان کې د جګړې اوسني حالت ته په کتو خواشیني څرګنده کړې او هیله یې ښودلې چې روانه جګړه دې د خبرو له لارې پای ته ورسېږي.

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې پر نړیوالو هم غږ وکړ، چې د اوربند او جګړې ختمولو لپاره د افغانانو د غوښتنو ملاتړ وکړي او د تېرو ۱۹ کلونو د لاس ته راوړنو په ساتلو کې د افغانستان حکومت تر څنګ ودرېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي