۰
ډاکترعبدالله:

د دوحې خبرو کې پرمختګ شوی، سولې ته د رسېدو لپاره باید له هر انتخاب نه ګټه واخلو

چهارشنبه ۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۶
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله پرته له دې چې جزیات ورکړي وايي، د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ خبرو کې پرمختګ شوی دی.
د دوحې خبرو کې پرمختګ شوی، سولې ته د رسېدو لپاره باید له هر انتخاب نه ګټه واخلو
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله پرته له دې چې جزیات ورکړي وايي، د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ خبرو کې پرمختګ شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله چې نن چهارشنبې د تلې ۲ مه د یو شمېر ولایتونو له استازو، قومي مشرانو، مخورو، مېرمنو او مدني تولنې له استازو سره لیدلي، د سولې په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، د سولې د مرکچي پلاویو تر منځ خبرو کې پرمختګونه شوي، چې دا د خبرو د پیل لپاره یو ښه پرمختګ دی.
 
عبدالله په دې اړه نور جزیات ورنه کړل خو ټینګار یې وکړ، چې تل پاتې او باعزته سولې ته د رسېدو او جګړې د پای لپاره باید د هر انتخاب څخه کار واخستل شي.

ښاغلي عبدالله د دواړو خواو پر مرکچي پلاویو غږ وکړ، چې د هغه څه په اړه چې د افغانستان د راتلونکې لپاره ګټور دي یوه توافق ته ورسېږي.

د عبدالله په وینا په وینا د سولې لار پېچلې خو سیمه ده او په داسې حالت کې ملي یووالي او د خلکو او حکومت همغږي هغه څه دي، چې د حکومت د مرکچي پلاوي په کړنلاره کې برخلیک ټاکوونکی رول لري.

د ملي روغې جوړې شورا د خلکو له استازو او مخورو وغوښتل، چې د سولې پروسه کې فعال رول ولري او د سولې غوښتنې روحیه نوره هم پیاوړې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي