۰

په برېښنايي پېژند پاڼو کې د مور نوم لیکل اجباري نه دي

چهارشنبه ۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۷
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په برېښنايي پېژند پاڼو کې د مور نوم لیکل اجباري نه بلکې په خوښه دي.
په برېښنايي پېژند پاڼو کې د مور نوم لیکل اجباري نه دي
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په برېښنايي پېژند پاڼو کې د مور نوم لیکل اجباري نه بلکې په خوښه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغې ادارې مشر احمد جاوید رسولي، چې نن چهارشنبې د تلې ۲ مه کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې و ویل، که څوک نه غواړي، چې په تذکره کې یې د مور نوم ولیکل شي، ستونزه نشته.

هغه و ویل«دا کار اجباري نه دی، که څوک ونه غواړي د مور نوم یې نه لیکل کېږي.»

د هغه په وینا له دې وړاندې هم د معلوماتو په ذخیره یا ډېټابس کې د مور نوم لیکل کېده خو اوس د نوي قانون پر بنسټ د هر شخص د خوښې پر بنسټ د مور نوم د برېښنايي پېژندپاڼې په لومړۍ پانه کې لیکل کېږي.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره مشر وايي، دوی تر اوسه نږدې یو میلیون برېښنایي پېژندپاڼو وېشلي او دا ټولې د باور وړ دي.

د نوموړي زیاته کړه، یو شمېر هغه کسان، چې له وړاندې یې تذکرې اخیستې او غواړي پېژندپاڼو کې د مور نوم ولیکل شي ژر به ورته د نویو پېژندپاڼو د ورکړې بهیرهم پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت په وروستیو کې د وګړو د احوال او ثبت په قانون کې د تعدیل پر بنسټ، په برېښنایي پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکل تصویب کړل.

خو د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو او په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر فعالینو پرې سخته نیوکه وکړه او دا یې د افغان کلتور سره په ټکر کې عمل وباله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي