ډاکتر عبدالله پاکستان ته په رسمي سفر ولاړ

7 میزان 1399 ساعت 8:02

د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ په یوه درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ.


د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ په یوه درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله او ورسره پلاوی نن دوشنبې د تلې ۷ مه د اسلام آباد په لور وخوځېده.

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا خبرپاڼه وايي، عبدالله به په افغانستان کې د دایمي سولې د راتګ په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

خبرپاڼه وايي، عبدالله عبدالله به په دې سفر کې د پاکستان له لومړي وزیرعمران خان، د پاکستان له ولسمشرعارف علوي، د استازو مجلس او سنا له مشرانو، د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او نورو پاکستاني چارواکو سره وګوري.

دغه سفر د عمران خان په رسمي بلنه ترسره شوی او موخه یې هم په افغانستان کې د سولې اړوند پر وروستیو پرمختګونو خبرې کول ښودل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 131953

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131953/

جمهور
  https://www.jomhornews.com