۰

ډاکتر عبدالله پاکستان ته په رسمي سفر ولاړ

دوشنبه ۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۲
د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ په یوه درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ.
ډاکتر عبدالله پاکستان ته په رسمي سفر ولاړ
د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ په یوه درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله او ورسره پلاوی نن دوشنبې د تلې ۷ مه د اسلام آباد په لور وخوځېده.

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا خبرپاڼه وايي، عبدالله به په افغانستان کې د دایمي سولې د راتګ په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

خبرپاڼه وايي، عبدالله عبدالله به په دې سفر کې د پاکستان له لومړي وزیرعمران خان، د پاکستان له ولسمشرعارف علوي، د استازو مجلس او سنا له مشرانو، د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او نورو پاکستاني چارواکو سره وګوري.

دغه سفر د عمران خان په رسمي بلنه ترسره شوی او موخه یې هم په افغانستان کې د سولې اړوند پر وروستیو پرمختګونو خبرې کول ښودل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي