د افغانستان د خونو فدراسیون په رسمي ډول پرانستل شو

8 میزان 1399 ساعت 8:27

د افغان پانګوالو، سوداګرو او په تول کې د خصوصي سکتور د ودې او پرمختګ لپاره د افغانستان د خونو فدراسیون پرانستل شو.


د افغان پانګوالو، سوداګرو او په تول کې د خصوصي سکتور د ودې او پرمختګ لپاره د افغانستان د خونو فدراسیون پرانستل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه فدراسیون پرون دوشنبې د تلې ۷ مه د ولسمشر غني له خوا په رسمي ډول پرانستل شو او دا یې د سوداګرو، پانګوالو او خصوصي سکتور لپاره ګټور ګام وباله.

ولسشمر غني په دغه مراسمو کې و ویل، چې خصوصي سکتور اوس یوه واحده ژبه پیدا کړه، چې په دې سره به پانګه منسجمه، متمرکزه او ادرس ولري.
 
ښاغلي غني زیاته کړه، چې د دې فدراسیون په پرانستلو سره د قلم خاوندانو او دولت ته بویه چې له پانګوالو سره په واحد صف کې راشي، تر چې پرمختګ ته لار هواره شي.
 
ولسمشر و ویل«د خصوصي سکتور پیاوړتیا د یوه وزارت، یوه شخص او یوه بنسټ کار نه دی، بلکې د دولت یو اساسي او ستر هدف دی.»

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې خپل مشخص وړاندېزونه وکړي او د هوساینې، پرمختګ او کارموندنې د ایجاد لپاره ستاسې دوامداره هڅې وکړي.
 
د ښاغلي غني په وینا د انرژۍ په برخه کې د پانګونې چوکاټ رامنځته شوی او افغانستان د اوبو، بادي او لمریزو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید ستر ظرفیتونه لري.

ولسمشر په خپلو خبرو کې سولې ته هم اشاره وکړه ویې ویل«سوله په تاسې پورې اړه لري، د سولې مذاکرات د سولې یو څپرکی دی، د اقتصادي ودې ۱۰ سلنه ایجاد زموږ اساسي موخه ده چې سوله تامینوي.»
 
افغان ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړه، چې له منسجمې اقتصادي اجنډا پرته، تلپاتې سوله نه عملي کېږي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131988

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131988/

جمهور
  https://www.jomhornews.com