د افغان پانګوالو، سوداګرو او په تول کې د خصوصي سکتور د ودې او پرمختګ لپاره د افغانستان د خونو فدراسیون پرانستل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه فدراسیون پرون دوشنبې د تلې ۷ مه د ولسمشر غني له خوا په رسمي ډول پرانستل شو او دا یې د سوداګرو، پانګوالو او خصوصي سکتور لپاره ګټور ګام وباله.
ولسشمر غني په دغه مراسمو کې و ویل، چې خصوصي سکتور اوس یوه واحده ژبه پیدا کړه، چې په دې سره به پانګه منسجمه، متمرکزه او ادرس ولري.
ښاغلي غني زیاته کړه، چې د دې فدراسیون په پرانستلو سره د قلم خاوندانو او دولت ته بویه چې له پانګوالو سره په واحد صف کې راشي، تر چې پرمختګ ته لار هواره شي.
ولسمشر و ویل«د خصوصي سکتور پیاوړتیا د یوه وزارت، یوه شخص او یوه بنسټ کار نه دی، بلکې د دولت یو اساسي او ستر هدف دی.»
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې خپل مشخص وړاندېزونه وکړي او د هوساینې، پرمختګ او کارموندنې د ایجاد لپاره ستاسې دوامداره هڅې وکړي.
د ښاغلي غني په وینا د انرژۍ په برخه کې د پانګونې چوکاټ رامنځته شوی او افغانستان د اوبو، بادي او لمریزو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید ستر ظرفیتونه لري.
ولسمشر په خپلو خبرو کې سولې ته هم اشاره وکړه ویې ویل«سوله په تاسې پورې اړه لري، د سولې مذاکرات د سولې یو څپرکی دی، د اقتصادي ودې ۱۰ سلنه ایجاد زموږ اساسي موخه ده چې سوله تامینوي.»
افغان ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړه، چې له منسجمې اقتصادي اجنډا پرته، تلپاتې سوله نه عملي کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل