۰

د غزني د درېیمې امنیتي حوزې امر وژل شوی دی

چهارشنبه ۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۳
د غزني ولایت د ښار د درېیمې امنیتي حوزې امر نذیر غورځنګ د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا وژل شوی دی.
د غزني د درېیمې امنیتي حوزې امر وژل شوی دی
د غزني ولایت د ښار د درېیمې امنیتي حوزې امر نذیر غورځنګ د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د تلې ۷ مه ماښام مهال د غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.

پر نذیز غورځنګ په یاده سیمه کې د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا برید شوی، چې دی په کې وژل شوی او یو بل ملګری یې ټپي شوی دی.

نذیر غورځنګ هغه کس و، چې د کورنیو چارو وزارت مکتوب د درېیمې امنیتي حوزې د امر په توګه ټاکل شوی و، خو د راپورونو له مخې د غزني امنیه قوماندان خلیل اندرابي د کار اجازه نه ورکوله.
 
د یادونې ده، چې د غورځنګ درې وروڼه او پنځه د تره زامن په یوه موټر بم برید کې وژل شوی و، او مور پلار یې رواني تکلیف پیدا کړی دی.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د نذیر غورځنګ د وژل کېدو مسؤلیت نه دی منلی خو د نوموړي وژل کېدو په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي او حکومت یې په بې غورۍ تورن کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي