ولسمشرغني بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

9 میزان 1399 ساعت 8:00

ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې اوربند وکړي او سولې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي.


ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې اوربند وکړي او سولې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وایي، ښاغلي غني دایکندي ولایت پر وروستۍ پېښه سخت غبرګون ښودل دی.

اعلامیه وايي، د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ماین ملکي وګړي وژلي دي او د دغه ډول کړنو دوام د مذاکراتو له روحیې سره په ټکر کې دي.

ولسمشر غني پر طالبانو غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي او سولې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي.

د هغه په وینا طالبانو ته په کار ده چې د افغانانو غوښتنې ومني، له جګړو لاس واخلي، خبرو ته ادامه ورکړي او د عامو وګړو وژل ودروي.

ښاغلي غني ټینګار کړي، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او طالبانو ته هم په کار ده چې د بریدونو او عامو وګړو په وژلو سره د سولې په لار کې خنډ جوړ نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 


د مطلب کود: 132023

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132023/

جمهور
  https://www.jomhornews.com