پښتونخوا کې دوه چاودنو ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

9 میزان 1399 ساعت 12:18

له ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې دوه چاودنو د ماشومانو په ګډون ۲۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


له ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې دوه چاودنو د ماشومانو په ګډون ۲۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې نن چهارشنبې د تلې ۹ مه د پښتونخوا په نوښار او مردان کې رامنځ ته شوې دي.

لومړنۍ چاودنه په نوښار کې د هاوان د یوې ګولۍ د لګېدو له امله رامنځ ته شوې، چې په کې پنځه تنه وژل شوي دي.

دوهمه چاودنه بیا مردان کې په یوه بایسکل کې د اېښودل شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې څلور تنه په کې وژل شوي او شپاړس نور ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې یو پلار او دوه لوڼې یې هم شاملې دي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132036

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132036/

جمهور
  https://www.jomhornews.com