۰

پښتونخوا کې دوه چاودنو ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

چهارشنبه ۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۸
له ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې دوه چاودنو د ماشومانو په ګډون ۲۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
پښتونخوا کې دوه چاودنو ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
له ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې دوه چاودنو د ماشومانو په ګډون ۲۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې نن چهارشنبې د تلې ۹ مه د پښتونخوا په نوښار او مردان کې رامنځ ته شوې دي.

لومړنۍ چاودنه په نوښار کې د هاوان د یوې ګولۍ د لګېدو له امله رامنځ ته شوې، چې په کې پنځه تنه وژل شوي دي.

دوهمه چاودنه بیا مردان کې په یوه بایسکل کې د اېښودل شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې څلور تنه په کې وژل شوي او شپاړس نور ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې یو پلار او دوه لوڼې یې هم شاملې دي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي