نړیوال بانک: افغانستان کې ۱۸ زره ښوونځي ودانۍ نه لري

14 میزان 1399 ساعت 8:02

د امریکا غږ انګلسي برخې د نړیوال بانک د وروستیو معلوماتو له مخې راپور ورکړي، چې افغانستان کې د میلیاردو ډالرو لګولو سره سره د دغه هېواد زده کړو او تعلیم ته سمه پاملرنه نه ده شوې.


د امریکا غږ انګلسي برخې د نړیوال بانک د وروستیو معلوماتو له مخې راپور ورکړي، چې افغانستان کې د میلیاردو ډالرو لګولو سره سره د دغه هېواد زده کړو او تعلیم ته سمه پاملرنه نه ده شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نړیوال بانک ویلي لا هم په افغانستان کې ۱۸ زره ښوونځي ودانۍ نه لري او کابو ۳.۷ میلیونه ماشومان په آزاده فضا کې زده کړې کوي.

په معلوماتو کې ویل شوي، افغانستان کې میلیاردونه ډالر لګول شوي، خو د افغان چارواکو له خوا معارف ته کمه توجه شوې، چې وروسره ښوونځي ته د تلونکو زده کوونکو په شمېر کې هم کموالی راغلی دی.

نړیوال بانک په ښوونځیو کې د زده کړو پر کیفیت هم نیوکه کوي او وایي ډېری زده کوونکي په سختۍ په ابتدایه دوره کې په لیک لوست پوهېږي چې دې ټولو مسئلو ته جدي پاملرنه په کار ده.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مسوولینو له افغان حکومت غوښتي چې د ښوونځیو د کیفیت او ښوونکو د مسلکي کولو په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 132163

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132163/

جمهور
  https://www.jomhornews.com