د بلخ د والي موټر چلوونکی وژل شوی دی

14 میزان 1399 ساعت 10:38

سیمه ییز چارواکي وايي، د بلخ د والي محمد اسحاق رهګذر پر موټر د مخ پتو وسله والو له خوا برید شوی، چې موټر چلوونکي یې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، د بلخ د والي محمد اسحاق رهګذر پر موټر د مخ پتو وسله والو له خوا برید شوی، چې موټر چلوونکي یې وژل شوی دی.

دغه پېښه نن دوشنبې د تلې ۱۴ مه سهار مهال د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د بلخ د ولایتي شورا رییس محمد افضل حدید جمهور خبري آژانس ته و ویل، مخ پټو وسله والو د بلخ د والي پر موټر چې خپله دی په کې نه و، وسله وال برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، د والي په موتر کې یوازې موټر چلوونکی سپور و، چې په دغه برید کې وژل شوی دی.

تر اوسه چا د دغه برید مسوولیت نه دی اخیستی.

جمهور خبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 132179

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132179/

جمهور
  https://www.jomhornews.com