سرپل کې ۱۵۰ طالبان له دولت سره یو ځای شوي دي

15 میزان 1399 ساعت 8:06

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، سرپل ولایت کې ۱۵۰ وسله وال طالبان له دولت سره یو ځای او له جګړې یې لاس واخیست.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، سرپل ولایت کې ۱۵۰ وسله وال طالبان له دولت سره یو ځای او له جګړې یې لاس واخیست.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سرپل د پولیسو ویاند نورغا فیضي ویلي، دغه طالبان پرون دوشنبې د تلې ۱۴ مه له خپلو وسلو سره یو ځای د دولت سره مل شول.

د هغه په وینا د ګل احمد مرادي په مشرۍ دغه ۱۵۰ کسیزه ډلې خپلې ۱۵۰ میله وسلې هم دولت ته تسلیم کړې دي.

نوموړی وايي، یادې ډلې له دې مخکې د سرپل ولایت د کوهستانت ولسوالۍ په کاشان او اسمیدن سیمو کې د دولت پر ضد فعالیت کاوه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې د سرپل کوهستانت ولسوالۍ له ۷ کلونو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132200

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132200/

جمهور
  https://www.jomhornews.com