فرهاد عظیمي د بلخ د نوي والي په توګه وټاکل شو

16 میزان 1399 ساعت 8:16

د افغانستان د سیمه ییزه ادارو خپلواکې ادارې اعلان وکړ چې فرهاد عظیمي د بلخ ولایت د نوي والي په توګه ټاکلی دی.


د افغانستان د سیمه ییزه ادارو خپلواکې ادارې اعلان وکړ چې فرهاد عظیمي د بلخ ولایت د نوي والي په توګه ټاکلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې ادارې په خپله خبرپانه کې زیاته کړې، چې عظیمي د سیمه ییزه ارګانونو ادارې په وړاندیز او د ولسمشر غنی د حکم پر اساس د بلخ د والی په توګه ټاکل شوی دی.

فرهاد عظیمي، چې په قزاقستان کې د افغانستان د سفارت شارژدافېر و، د اسحاق رهګذر پر ځای د بلخ والي ټاکل شوی دی.

نوموړی تر دې وړاندې د بلخ د ولایتي شورا او د ولسي جرګې د غړي په توګه هم دنده اجرا کړې ده.

هغه تر دې وړاندې په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی وو.

د یادونې ده، چې پرون غزني ولایت ته هم نوی والي وټاکل شو.

غزني ته جنرال سید عمر د وحیدالله کلیمزي پر ځای د والي په توګه ټاکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 132234

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132234/

جمهور
  https://www.jomhornews.com