۰

د غزني د زندان امنیتي مرستیال وژل شوی دی

پنجشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۳
د زندانونو چارو د تنظیم اداره وايي، وسله والو طالبانو د غزني ولایت د زندان امنیتي مرستیال محمد علي احمدي وژلی دی.
د غزني د زندان امنیتي مرستیال وژل شوی دی
د زندانونو چارو د تنظیم اداره وايي، وسله والو طالبانو د غزني ولایت د زندان امنیتي مرستیال محمد علي احمدي وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې نن پنشنبې د تلې ۱۷ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې محمد علي د تېرې سه شنبې په ورځ د کابل – غزني پر لویه لار د وسله والو طالبانو له خوا د موټر څخه ښکته او برمته کړل شوی وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نوموړی د طالبانو له خوا تر نیولو یوه ورځ وروسته وژل شوی دي.
 
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم د محمد علي وژل کېدلي غندلي دي. طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي