وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعلان هرکلی وکړ.
د جمهورآژانس د خبر له مخې طالبانو په دغه اعلامیه کې ویلي، دوی له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ټرمپ د اعلان هرکلي کوي او په راتلونکې کې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو هیله لري.
طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ټرمپ په یوه ټويټ کې اعلان کړه چې د روان میلادي کال تر پایه به خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي.
خبرپاڼه کې راغلي دوی د دغه اعلان هرکلی کوي او دا اقدام د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې د عملي کولو په برخه کې خورا مثبت ګام بولي.
اعلامیه کې ویل شوي، دوی په یاده هوکړه کې ذکر شویو ټولو مواردو ته ژمن دي او په راتلونکي کې به د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې او مثبتې اړیکې وپالي.
د یادونې ده، چې ټرامپ په یوه تازه ټوېت کې اعلان کړي، چې تر راتلونکي کرسمېس (د عسویانو اختر) پورې به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل