اذربایجان او ارمنستان اوربند اعلان کړی

19 میزان 1399 ساعت 10:11

اذربایجان او ارمنستان چې له تېرو څو ورځو راهیسې په نګورنو قرباغ کې په سختو جګړو سره کېوتي و، اوربند اعلان کړی دی.


اذربایجان او ارمنستان چې له تېرو څو ورځو راهیسې په نګورنو قرباغ کې په سختو جګړو سره کېوتي و، اوربند اعلان کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، دوی په اوربند هوکړه کړې او له تېرې شپې راهیسې اوربند پیل شوې او دواړو خواو خپل منځي مذاکرات پیل کړي دي.

دا اوربند تر هغې وروسته کېږي، چې د جمعې په ورځ د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په مسکو کې سره ولیدل.

دا لیدنه د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین په رسمي بلنه شوې وه او هغوی ته یې په خپلو خبرو کې پر اوربند کولو ټینګار کړی وو.

دا د دواړو هېوادونو تر منځ د ۲۰۱۶ راهیسې تر ټولو خونړۍ جګړه وه، چې تر اوسه په کې له ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 132302

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132302/

جمهور
  https://www.jomhornews.com