۰

اذربایجان او ارمنستان اوربند اعلان کړی

شنبی ۱۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۱
اذربایجان او ارمنستان چې له تېرو څو ورځو راهیسې په نګورنو قرباغ کې په سختو جګړو سره کېوتي و، اوربند اعلان کړی دی.
اذربایجان او ارمنستان اوربند اعلان کړی
اذربایجان او ارمنستان چې له تېرو څو ورځو راهیسې په نګورنو قرباغ کې په سختو جګړو سره کېوتي و، اوربند اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، دوی په اوربند هوکړه کړې او له تېرې شپې راهیسې اوربند پیل شوې او دواړو خواو خپل منځي مذاکرات پیل کړي دي.

دا اوربند تر هغې وروسته کېږي، چې د جمعې په ورځ د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په مسکو کې سره ولیدل.

دا لیدنه د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین په رسمي بلنه شوې وه او هغوی ته یې په خپلو خبرو کې پر اوربند کولو ټینګار کړی وو.

دا د دواړو هېوادونو تر منځ د ۲۰۱۶ راهیسې تر ټولو خونړۍ جګړه وه، چې تر اوسه په کې له ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي