۰

ستانکزی: موږ سولې ته ژمن یو، تمه ده خبرې ښې پایلې ولري

شنبی ۱۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۰
له طالبانو سره د افغان سولې د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وايي، افغان دولت او مرکچي پلاوی یې سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ستانکزی: موږ سولې ته ژمن یو، تمه ده خبرې ښې پایلې ولري
له طالبانو سره د افغان سولې د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وايي، افغان دولت او مرکچي پلاوی یې سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون جمعه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، تمه ده، چې د سولې خبرې د قرانکریم او سنت په رڼا کې یوې مطلوبې پایلې ته چې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده ورسېږي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې دوی د جګړې د پای ته رسېدو او تل پاتې سولې او ثبات د ټنګښت لپاره د افغانستان د خلکو د حوصلې او صبر څخه مننه کوي.

نوموړي ټینګار کړي، چې د سولې مرکچي پلاوی تل پاتې سولې او د جګړې پای ته رسولو ته ژمن دی او هیله لري، چې د سولې خبرې به ښې پایلې ولري.

د یادونې ده، چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې څلورمې اوونۍ ته اوښتې، خو لا هم دواړه مرکچي پلاوی د اجندا او کاري اصولو پر سر توافق ته نه دي رسېدلي.

ویل کېږي له څو ورځو راهیسې د دواړو پلاویو تر منځ ناستې نه دي شوې، خو په غیر رسمي ډول یې تر منځ خبرې روانې دي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي