ملي امنیت پر امرالله صالح د برید په تړاو ۱۰ تنه نیولي دي

19 میزان 1399 ساعت 14:46

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح د برید ۱۰ تنه عاملین یې نیولي دي.


د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح د برید ۱۰ تنه عاملین یې نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد ریاست نن شنبې د تلې ۱۹ مه ویلي، دغه کسان د داعش او حقاني شبکې غړي دي خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړی.

د یادونې ده، چې د امرالله صالح پر موټریز کاروان د وږی میاشتې پر ‍۱۹ نېټه د کابل ښار د پخواني تایمني په څلور لاري کې چاودنه وشوه، چې په کې ۱۰ تنه ملکي وګړي و وژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132318

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132318/

جمهور
  https://www.jomhornews.com