د بلخ د صرافانو ټولنې مشر د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

20 میزان 1399 ساعت 9:04

د کورنیو چارو وزارت وايي، د بلخ ولایت د صرافانو ټولنې مشر عبدالقیوم د انسان تښتوونکو له منګلو راخوشی شوی دی.


د کورنیو چارو وزارت وايي، د بلخ ولایت د صرافانو ټولنې مشر عبدالقیوم د انسان تښتوونکو له منګلو راخوشی شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د وزارت ویاند طارق ارین وايي، تېره شپه پولیسو د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د بلخ د صرافانو اتحادیې مشر له انسان تښتوونکو لا خلاص کړی دي.

د ارین په وینا دغه کس چې له څه مودې راهیسې د انسان تښتوونکو له خوا برمته شوی و، کوم زیان ورته نه دی رسېدلی.

د یادونې ده، چې د بلخ د صرافانو ټولنې مشر عبدالقیوم د تلې په لومړۍ نېټه د مزارشریف ښار د درېیمې ناحیې اړند د سیاه ګرد له سمې هغه مهال چې له کور څخه د جومات پر لور روان و د انسان تښتوونکو له خوا برمته کړی شو.

د دغه صراف له تښتوول کېدو سره سم د بلخ صرافانو په لاریونو لاس پورې کړ او پر اړونده اداره یې غږ وکړ، چې ژر تر ژره د دوی د ټولنې مشر د انسان تښتونکو له منګلو راخلاص کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 132335

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132335/

جمهور
  https://www.jomhornews.com