۰

د کورنیو چارو وزرات، لښکرګاه کې مو د طالبانو بریدونه مات کړي، ولایتی شورا: باباجي سیمه طالبانو نیولې

دوشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۶
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي.
د کورنیو چارو وزرات، لښکرګاه کې مو د طالبانو بریدونه مات کړي، ولایتی شورا: باباجي سیمه طالبانو نیولې
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه پر شاه تمبولي او درنده مرګ ژوبله یې ورته اړولې.

خو د هلمند سیمه ییز چارواکي او ځینې امنیتي سرچینې وايي، د لښکرګاه ښار د څلورمې حوزې اړوند باباجي سیمه د طالبانو لاس ته لوېدلې او لا هم جګړه روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین زیاتوي، چې پرون ماښام د هلمند په ناوه او نهرسراج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې له سخت مقاومت سره مخ شول.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو له برید سره سم افغان ځواکونو تهاجمي عملیات پیل کړي، چې په ترڅ کې یې ۷۱ وسله وال طالبان وژل وشي او بریدونه یې په شاه تمبول شوي دي.

په ورته وخت کې د هلمند د ولایتي شورا مشر وايي، د مرکز لښکرګاه ښار څلورمه حوزه یا باباجي سیمه د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان ځواکونو له دې سیمې شاتګ کړی او لا هم د چاه انجیز په سیمه کې د دواړو لورو تر منځ جګړه روانه ده.

د هلمند سیمه ییزه چارواکو هم تایید کړې، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخینوي په خاطر د لښکرګاه اړوند ځینو سیمو نه افغان ځواکونه په شاه شوي خو هڅه کوي، چې سیمه بېرته خپل کنټرول کې واخلي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، افغان ځواکونه د عملیاتو د اجرا په حال کې دي او دوی ډاډه دي، چې دغه سیمې به کنټرول شي.

هلمند کې پر داسې مهال د حکومت او طالبانو تر منځ جګړه زور اخلي، چې هلته قطر کې دواړو لورو د سولې خبرې پیل کړې، خو تر اوسه یې پر اجندا او اصولو توافق نه دی کړي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي