امریکايي سناتور راند پال وايي، تازه یې د افغانستان د وضعیت پر سر له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي سناتور زیات کړې، چې ټرمپ له افغانستان نه د خپلو سرتېرو ایستلو ته جدي دی.
دغه امریکايي سناتور ویلي، ټرمپ ژمنه کړې، چې ژر تر ژره به افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي او په تمامه مانا د امریکا ناپایه جګړه پای ته ورسوي.
د یادونې ده، چې ټرمپ څو ورځې وړاندې په ټوېټ پیغامونو کې ویلي و، چې تر راتلونکې کرسمس پورې به له افغانستان څخه خپل اکثریت سرتېري وباسي.
د ټرمپ دغه پرېکړه نه یوازې د امریکايي سیاسیونو او ځينو پخوانیو امنیتي چارواکو له نیوکو سره مخ شوه، بلکې اوس تازه راپورونه وايي، د دغه موضوع پر سر د سپینې ماڼۍ او پنټاګون تر منځ اختلافات رامنځ ته شوي دي.
د امریکا ملټري ټایمز راپور ورکړی، چې پنټاګون په هغه شکل چې ټرمپ له افغانستان د ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې، مخالف دی.
دغه رسنۍ ویلي، د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ رییس جنرال مارک میلي په خپله تازه مرکه کې د سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د ملي امنیت د سلاکار څرګندونې احساساتي او غیر عملي بللې دي.
جنرال مارک میلي له افغانستان د ځواکونو وتل او په دغه هېواد کې د جګړو پای ته رسول باید مسوولانه وي او په دومره بېړه غیر عملي څرګندونې کول د امریکا د ملي امنیت په زیان دي.
زیاته کړې، خپلو امکاناتو او پلانونو ته په کتو په دې باور دي، چې له افغانستان د سرتېرو ایستل امکان نه لري، بلکې دغه پرېکړه باید شرایطو ته په کتو وشي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر ټينګار کړي، چې په افغانستان کې لا هم د امریکايي نظامیانو ماموریت ته اړتیا ده او عجولانه پرېکړې به د امریکا ملي امنیت او ګټو ته خطرونه جوړ کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل